IQNA

  د عاشورا  په مناسبت د هند د لومړي وزیر پیغام  

14:58 - July 08, 2025
د خبر لمبر: 3491374
ایکنا - د هند لومړي وزیر «نرندرا مودي» د عاشورا ورځې او د امام حسین (ع) د شهادت په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي: د امام حسین (ع) قرباني له ظلم سره په مبارزې  او د حقیقت په دفاع کې  د انسانانو لپاره  الهام بخښونکي  ده.

 ایکنا نیوز د  «المعلومه» ویب‌پاڼې له قوله راپور راکوي،  د هند لومړي وزیر،نریندرا مودي  د حسینی عاشورا ورځې په مناسبت د حضرت امام حسین (ع) د قربانیو یاد تازه کړ او په «ایکس» ټولنیز  چینل کې ئې په یوه پیغام کې لیکلي: «نن هغه ورځ ده چې د امام حسین (ع) قرباني یادوي، هغه څوک چې د عدالت او د ظلم پر وړاندې د مبارزې د دوامداره ژمنتیا بیلګه  و. هغه همدارنګه  مساوات او ورورولۍ ته  ډېر اهمیت ورکاوه.  مودي سرکار  په دې پیغام کې ټینګار وکړ چې امام حسین (ع) د حق په لاره کې په استقامت سره د انسانانو لپاره د سختيو په وړاندې د حقیقت د دفاع الهام‌بخښونکی دی.

د هند مسلمانان، چې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه نفوس لري، د انډونیشیا ا او پاکستان وروسته د نړۍ درېیم لوی مسلمان نفوس جوړوي او د هند د ټول نفوس شاوخوا ۱۴ سلنه برخه تشکیلوي. دوی د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې خواره واره  دي، خو په اوترپرادش، بیهار، لویدیځ بنګال، آسام او کشمیر صوبو کې اکثریت لري. مسلمانانو د هند په تاریخ، کلتور، سیاست او اقتصاد کې مهم رول لوبولی او د دوی شتون د دې هېواد د مذهبي ډولوالي یو  اساسی عنصر دی. د دغه  نفوس له ۱۰ څخه تر ۱۵ فیصدو پورې شیعیان دي، چې که څه هم په اقلیت کې دي، خو د کلتوري او مذهبي پلوه فعال دي او په لکهنو، حیدرآباد، کشمیر او بمبئي ښارونو کې پیاوړي ټولنې لري.

https://iqna.ir/fa/news/4292861

captcha